د چین الکترونیکي تصدۍ بهرنيو بازارونو ته د لار موندلو هڅه کوي
CMG2023/09/05 15:51:08
شريکول:

د جرمني برلین د مصرفي الکترونيکي تولیداتو سږنی نندارتون د سپتمبر له لومړۍ تر ۵مې نېټې پورې روان دی.

دغه نندراتون د ګردې نړۍ د مصرفي الکترونیکي تولیداتو او کورنیو ماشینونو په برخه کې یو مهم سوداګریز نندارتون دی. د لسګونو هېوادونو او سیمو څه باندې ۲ زره تصدۍ پکې برخه لري او په دې جمله کې ۳۰ سلنه يې نوې ګډون کوونکې تصدۍ دي. ډېرې چیني تصدۍ هم په دغه نندارتون کې ګډون او خپل نوي توليدات او تخنيکونه نندارې ته وړاندې کوي.

د چین هیسینس ګروپ (Hisense Group) هم په سږني نندارتون کې برخه لري. د دغه ګروپ په نندارځي کې د فلم کتلو، ساعتېرۍ او لوبې کولو په شمول د مشتریانو د اړتیاوو سره سم، د 8K LED ټلویزیون او 4K پروجکټور (projector) په شمول ډېر تازه تولیدات او تخنیکونه نندارچیانو ته وړاندې شوي.

هیسینس ګروپ عمومي مدیر یو جه تاو د سږني نندارتون په پرانیستونکو مراسمو کې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې وویل، چې د مصنوعي ځیرکتیا په پرمختګ سره، مستهلکین له ځانګړتیا او ځیرکتیا لرونکو تولیداتو او خدماتو سره ډېره علاقه لري. هیسینس ګروپ په وتلې تکنالوژۍ او سوداګریزې ستراتيژۍ سره ښه بازار تر لاسه کړی دی. تېر کال د دغه شرکت د ټلویزیونونو خرڅلاو شمېر د ګردې نړۍ مخکښ مقام نیولی او اټکل کېږي چې سږ کال به شاوخوا ۲۸ میلیونه ټلویزیونونه تولید کړي. د مالوماتو له مخې، تېر کال د هیسینس ګروپ بهرنۍ ګټې په عمومي ګټو کې ۴۱ سلنه ځای نیولی. د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د جرمني، برېټانيا او اېټالیا په شمول څو اروپايي هېوادونو کې د هیسینس ټلویزیونونو د پرچون خرڅلاو شمېر مخکښ مقام ونیوه.

د چینهایر(Haier)شرکت هم په دغه سږني نندارتون کې برخه لري او په عمده توګه يې د یخچالو، د کالیو او لوښو مینځلو ماشینونه او د پخلي ماشینونو په شمول د یو لړ لوړې کچې تولیدات نندارچیانو ته وړاندې کړي دي.

د هایر شرکت د اروپايي فرعي څانګې اجرایوي مشر یانیک فیرلینګ (Yannick Fierling) وویل، هایر شرکت په اروپايي بازار کې هغه وتلی شرکت ګرځېدلی چې د خرڅلاو اندازې د زیاتوالي سرعت يې د مسلسلو ۸ کلونو لپاره اول نمبر تر لاسه کړی او حتی د ګردې نړۍ په بازار کې د دغه شرکت د خرڅلاو اندازه هم په مخکښو مقامونو کې ده.

هایر شرکت د اروپاييمشتریانو د اړتیاوو د ښه پوره کولو لپاره په دوامداره توګه د ځايي خدماتو توان لوړ کړی، مثلاً په رومانیا کې يې د یخچالو فابریکه او په ترکیه کې يې د لوښو مینځلو ماشین فابریکه جوړه کړې. سربېره پر دې، سږ کال کې يې په مصر کې پر یوه صنعتي پارک هم پانګونه کړې او له هغه ځایه به یې تولیدات اروپايي بازارونو ته صادرېږي. د دغه نوي تولیدي توان په خلاصېدو سره به په اروپايي بازار کې د هایر شرکت د خرڅلاو اندازه نوره هم زیاته شي.

د چین TCL شرکت د څو کلونو لپاره د برلین په دغه نندارتون کې ګډون کړی او په سږني نندارتون کې یې د ځیرکو ترمینلو (intelligent terminal)، د سیمیکندکټر ښودنې (Semiconductor display) او د نوې انرژۍ د فوټوولټيک برېښنا د تولیدولو په دریو ساحو کې ډېرې وتلې ټکنالوژۍ او زرغون او ځيرک تولیدات نندارچیانو ته وړاندې کوي.

د دغه شرکت لومړی اجرایوي مشر جانګ شاو یونګ وویل، دوی به خپله سوداګریزه نښه نوره ښه جوړه کړي او د خپلې سیالۍ توان به نور هم لوړ کړي.

د مالوماتو له مخې، په پولنډ کې د TCL شرکت تولیدي اډه کې یې ځايي خلکو ته نږدې زر کاري فرصتونه برابر کړي دي.

ورته نندارتونونه او د چینایي سوداګرو نوښتګرې پنځونې هغه څه دي چې په نړیوال بازار کې یې پراخ هرکلی ورځ تر بلې د غوړېدو په حال کې دی.