شي جين پينګ د ۲۰۲۳م کال د چين د ځيرکتيا نړيوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/09/05 16:04:20
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۴مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د چين د ځيرکتيا نړيوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چې چين د ډيجټلي اقتصادي چارو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري، د ډيجټلي ټکنالوژۍ او واقعي اقتصادي چارو نښلول يې تل پرمخ بيولي او د ډيجټلي اقتصاد د صنعتي کېدو او د صنعتي چارو ډيجټلي کېدو ته ګډ پرمختګ ورکوي او د انټرنيټي ټکنالوژۍ او ډيجټلي چين پرمختيايي ګامونه چټکوي.

چين به له مختلفو هېوادونو سره يو ځای د ډيجټلي زمانې له نوي تمايل څخه په ګټې اخيستنې نړيوالې ډيجټلي نظريې متبادلې او همکارۍ ژورې کړي، ځيرکو چارو ته به نوښتي پرمختګ ورکړي او په انټرنيټ کې به د ګډ برخليک ټولنې ابادي چټکه او په ګډه به لا نيکمرغه او ښکلې اينده جوړه کړي.

د ۲۰۲۳ کال د چين د ځيرکتيا نړيوال نندارتون په همدې ورځ د چين په چونګ چينګ ښار کې پرانيستل شو.