د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېسيون غونډې په دې وروستيو کې د نړۍ د نورو هېوادونو د خوندیتوب قانون تصويب کړ.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې د نوموړي قانون تدوین د چين د ملي ولسي کانګرېس عادي تقنيني دنده ده. دغه قانون په چين کې د نړۍ د نورو هېوادونو او د هغوی د شتمنيو د خوندیتوب حق بنسټيز اصل تایيد کړی او استثنايي حالت يې هم ورته ټاکلی دی، چې له مخې يې، د چين محکمې د نړۍ د نورو هېوادونو هېوادونو د مدني دعوا قضيو، د بېلګې په توګه، د سوداګريزو فعاليتونو او د سري او مادي زيانونو په شمول د قضيو قانوني حق لري او واک هم لري، چې تر جدي محدودو شرايطو لاندې د نورو هېوادونو پر سوداګريزو فعالیتونو او شتمنیو اجباري تدبيرونه غوره کړي.
دغه وياند زياته کړه، چې دغه قانون له نړيوالو قوانينو او د بېلابېلو هېوادونو له تجربو سره پوره سمون لري.