د هانګ جو د اسيايي لوبو د مشال سپارلو مراسم ترسره شول
CMG2023/09/05 10:58:12
شريکول:

د هانګ جو د اسيايي لوبو د مشال سپارلو مراسم د سپتمبر په څلورمې نېټې د چين د جه جيانګ ولایت په نينګ بو ښار کې ترسره شول، چې  پدې سره به د دغو لوبو څه باندې ۲۰۰۰ سپيڅلي مشالونه د جه جیانګ ولایت ۱۱ ښارونو ته وليږدول شي او دا پدې مانا ده، چې د دغو لوبو د سپيڅلي مشال د ليږدولو فعاليت ته د تياري چارې بشپړې شوې دي.

د هانګ جو د اسیايي لوبو مشال په چيني ژبه د شين هوه په نوم نومول شوی، چې لوړوالی يې ۷۳۰ ميلي متره او وزن  يې ۱۲۰۰ ګرامه ښودل شوی دی.

د دغه مشال پاسنۍ برخه په طلايي او منځنۍ او لاندېنۍ برخه يې په ارغواني رنګونو پوښل شوې ده او په ( ليانګ جو) کلتوري ځانګړتياوو ډيزاين شوی، چې د چیني ملت د پنځه زره کلن تاريخ د ثبوت ښکارندويي کوي.

د معلوماتو له مخې، د هانګ جو د اسيايي لوبو د مشال د ليږدولو فعاليت به د روانې مياشتې په اتمې نېټې په هانګ جو ښار کې پيل شي.

 دغه مشال به د جه جيانګ ولایت هر ښار ته د يوې ورځې لپاره وليږدول شي او د سپتمبر په ۲۰ مې نېټې به بېرته هانګ جو ته  يوړل شي.