د ازبکستان او د چين شينجيانګ محصولاتو ۱۲م نندارتون د سپتمبر په ۴مې نېټې د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پرانيستل شو.
په دغه نندارتون کې د چين د شينجيانګ، هو نان، ګوانګ دونګ، جيانګ شي، ګوی جو او شاان شي څه باندې سلو تصديو ګډون کړی دی.
د دغه نندارتون مساحت ۵۰۰۰ متره مربع ښودل شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
په دغه نندارتون کې د چين په شينجيانګ کې د پانګونې او همکارۍ او د شينجيانګ تصديو په اړه دوه ځانګړې برخې شاملې دي.
دغه نندارتون به ۳ ورځې دوام ولري.
( سپوږمۍ)