د روسيې دفاع وزارت د سپتمبر په څلورمې نېټې پر ټولنیزو رسنيو خبر ورکړی، چې هوايي ځواکونو يې د مسکو په وخت د همدې ورځې په سهار وختي د کورسک ایالت او تور سمندر په قلمرو کې د اوکراين دوه بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
خبر وايي، روسي الوتکو هغه څلور چټکې بېړۍ هم په نښه کړي، چې اوکرايني عسکر پکې سپاره وو او د کريميا پر سمندري غاړې د تارهانکوټ په لور روانې وې.