د ګابن د کودتا پوځي مشر بريس اليګوي انګويما د سپتمبر په څلورمې نېټې د دغه هېواد په ليبريويل کې د موقت حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
انګويما په خپلو خبرو کې ويلي، چې هغه به نوی حکومت په راتلونکو څو ورځو کې جوړ کړي او د نوي اساسي قانون د مسودې په هکله به ټولپوښتنه او د انتقالي مودې تر ختمېدو وروسته ازادې او شفافې ټاکنې تر سره کړي او تر هغه وروسته به ټول واکونه منتخب حکومت ته وسپاري.
نوموړي رسنيو ته د انتقالي مودې، د ټولپوښتنې او ټاکنو د وختونو په هکله هېڅ معلومات نه دي ورکړي.