سعودي عربستان به د تېلو په ورځنۍ توليدي اندازې کې ۱ميليون بېلره کم کړي
CMG2023/09/06 11:00:29
شريکول:

 د سعودي عربستان خبري اژانس د سپتمبر په ۵مې نېټې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت په قول خبر ورکړی، چې دغه هېواد به په خپله خوښه د تېلو په ورځنۍ توليدي اندازې کې د یو ميليون بېلرو کمولو تدبير ته د ډسمبر تر پايه دوام ورکړي.

سعودي د ياد تدبير تطبيق د روان کال له جولای څخه پيل کړی او په دوام ورکولو سره به د سږ کال له اکتوبر څخه تر ډسمبر پورې د دغه هېواد د تېلو ورځنۍ توليدي اندازه ۹ ميليونه بېلرو ته راټيټه شي.

سعودي عربستان د روان کال په اپرېل کې د تېلو د توليدي اندازې د کمولو تدبير پر بنسټ د نورو يو مليون بيلرو د کموالي اعلان کړی و.

سعودي عربستان غواړي چې د يادو تدابيرو په نيولو د تيلو نړيوال بازار د ثبات او برابرۍ د ساتلو په پار د اوپېک د غړو هېوادونو او نورو تېلو توليدونکو هېوادونو له هڅو ملاتړ وکړي.