د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي اسمبلي د سپتمبر په پنځمې نېټې په نيويارک کې د م.م په مقر کې پرانيستل شوه.
د ملګرو ملتونو رئيس دانيس فرانسيس د دغه سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتي، چې له څواړخيزم څخه په استفادې نړيوالې ستونزې او ننګونې حل کړي او د انسانانو خونديتوب او عزت دې وساتي.
نوموړي په خپلو خبرو اترو کې ويلي، چې سږنۍ عمومي اسمبلي د ډېرو ننګونو د سختېدو په حال کې پيل شوې او پر غړو هېوادونو يې غږ کړی، چې کمزورو کسانو ته حق ورکړي، د سولې د رامنځته کولو لپاره دې هڅې وکړي، سرچېنې دې د ګډې سمسورتيا لپاره ښې او مناسبې وکاروي، ځوانانو ته دې ډېره پاملرنه وکړي او د پرمختګ د پرمخبيولو لپاره دې نوښت او تخنيکونه وهڅوي.