د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۵مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د سره صليب نړيوالې کمېټې له رئيسې ميرجانا سپولجاريک يګير سره کتلي دي.
شي جين پينګ ويلي، چې سره صليب نړيوالې کمېټې د جوړېدو د ۱۶۰کلونو په درشل کې په نړيوالو بشري چارو کې اغېزمن کارونه او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره مهم خدمتونه ترسره کړي دي.
نوموړي په اشارې ويلي، چې بشري چارې د مختلفو تمدنونو ګډې نظريې راغونډولی شي او په وينا يې، چين به د سره صليب له نړيوالې کمېټې سره لا نژدې همکارۍ وکړي او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.
سپولجاريک يګير ويلي، چې چين د ۴۹مې دورې د فلورينس نيټينګالي نړيوالې جايزې تر ټولو زيات ګټونکي لري او د همدې په پار يې چين ته مبارکي ويلې ده.
نوموړې ويلي، چې دا د دې ښکارندويي کوي، چې د سره صليب نړيوالې کمېټې او نړيوالې ټولنې د چين د بشري چارو د پرمختګ لاسته راوړنې منلې دي او په وينا يې، چين تل د بشري نړيوال قانون احترام او مراعات کړی دی.
سپولجاريک په خپلو خبرو کې يو کمربند او يوې لارې ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز نړيوال پرمختګ هڅولی او په نړيوالو بشري چارو کې یې مرستندويه رول لوبولی دی.