لي چيانګ جاکارتا ته ورسېد او هلته به د ختيځې اسيا د همکاريو په يو لړ غونډو کې ګډون وکړي
CMG2023/09/06 09:59:28
شريکول:

د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو او د هند جمهوريت په بلنې د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په پنځمې نېټې په ځانګړې الوتکې کې له بېجينګ څخه د اندونيزيا په لور وخوځيده او نوموړی به هلته د ختيځې اسيا د همکاريو په يو لړ غونډو کې ګډون او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.

ټاکل شوې، لي که چيانګ به له اندونيزیا څخه تر لېدنې وروسته د جي شل په ۱۸مې سرمشريزې کې د ګډون لپاره هند ته هم لاړ شي.

نوموړی د سپتمبر د پنځمې نيټې په مازديګر د جاکارتا سوکارنو هادا هوايي ډګر ته ورسېد او هلته يې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې دا د چين د صدراعظم په توګه له اسيایي هېوادونو څخه د هغه لومړۍ لېدنه ده او د ختيځې اسيا د همکاريو د مشرانو په يو لړ غونډو کې به ګډون وکړي او له اندونيزيا څخه به رسمي لېدنه وکړي.

لي چيانګ ويلي، چې هېواد يې په سيمه ييزو همکاريو کې د اسيان له مرکزي مقام څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي د سيمه ييزو همکاریو د سترو موضوعاتو په هکله له اړوندو خواوو سره د نظريو تبادلې وکړي او خپلمنځي همکارۍ  ورسره پياوړې کړي، څو ختېځه اسيا د نړيوال پرمختګ مهم انجين وګرځي.

هغه په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې د چين او اندونيزيا اړيکو په وروستيو کلونو کې د رئيس شي جين پینګ او ولسمشر جوکو ويدودو د ګډې ستراتيژۍ تر چتر لاندې چټک پرمختګ موندلی او د پرمختيايي هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره يې يوه نمونه جوړه کړې ده.

چين غواړي له اندونيزيا سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي، د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه ورسره اباده کړي او د نړيوالو او سيمه ييزې همکاريو پياوړتيا په خوځښت راولي.