د خدماتي سوداګرۍ سږني نندارتون په لوړ پوړيو فورمونو کې څو مهم راپورونه خپاره شول
CMG2023/09/06 14:44:16
شريکول:

 د ۲۰۲۳م کال د چین د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون اوس په بېجینګ کې روان دی. په دې پروسه کې ۱۰ لوړ پوړي فورمونه او ۱۰۲ ځانګړي مسلکي فورمونه ترسره شوي او ګډونوالو يې د خدماتو سوداګرۍ د نوي پرمختيايي تمایل، ډیجیټلي اقتصاد، د پوهنې ملکیت ساتنې، د سیلانیزو چارو نوې بڼې او د هوا پېژندنې اقتصاد په شمول د یو لړ مسئلو په اړه بحثونه کړي او څو مهم راپورونه يې خپاره کړي دي.

د خدماتو سوداګرۍ په لوړ پوړي فورم کې د چین د خدماتو سوداګرۍ د پرمختګ راپور-۲۰۲۲ خپور شو. په دغه راپور کې راغلي چې د چین د خدماتو وارداتي او صادراتي ارزښت نوی ریکارډ جوړ شو او د مسلسلو ۹ کلونو لپاره د نړۍ دوهم مقام يې ونیوه، د خدماتو سوداګرۍ د نړیوالې سیالۍ توان يې مخ په لوړېدو دی، د ډیجیټلي کېدونکو خدماتو صادرات د خدماتو په عمومي صادراتي اندازه کې نږدې ۵۰ سلنه برخه نیسي.

په حقیقت کې د ډيجیټلي تکنالوژۍ په پرمختګ سره د خدماتو په وده کې پیاوړی هڅوونکی قوت برابر شوی دی.

د ۲۰۲۳م  د چین د انلاین سوداګرۍ کنفرانس د خدماتو سوداګرۍ له يو لړ لوړ پوړيو  فورمونو څخه و، منځپانګه يې ډیجیټلي تکنالوژۍ او نوښتي پرمختګ وه. ګډونوالو استازو د انلاین سوداګرۍ په ساحو کې د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د همکارۍ او ګډې جوړونې په اړه د نظریو تبادلې وکړې. په دغه کنفرانس کې د دولت په کچه د انلاین سوداګرۍ  نویو نمونو اډو ته د نښه ورکولو مراسم ترسره شول او په دې سره د دولت په کچه د انلاین سوداګرۍ د نمونو اډو عمومي شمېر ۱۷۰ ته رسېدلی دی.

د ارجنټاین د بهرنیو چارو، نړیوالې سوداګرۍ او مذهبي چارو وزارت د څواړخیز او دوه اړخیز اقتصاد د مشورې په هکله مرستیال سکرټر اورټوکي وویل، باور لرم چې د انلاین سوداګرۍ په ګړندي پرمختګ سره به نړیوالې سوداګرۍ ته نور زیات فرصتونه برابر شي او لا ټولشموله وي. موږ باید د ټولشموله او مساواتو اصولو تر لارښوونې لارې د دې لپاره اغېزناک تدبیرونه ونیسو چې سوداګرۍ په ډیجیټلي زمانې کې د اقتصادي پرمختګ هڅوونکې وسیله وګرځي.

د خدماتو سوداګرۍ داسې ځانګړتیاوې لري چې زرغونتیا، ډېرې پوهنې راټولوي او اضافي ارزښت يې لوړ دی. ویل کېږي چې د خدماتو سوداګرۍ د یو هېواد له باکیفیته پرمختګ سره نږدې اړیکې لري.

د خدماتو سوداګرۍ له سږنیو ۱۰ لوړ پوړيو فورمونو څخه بل فورم د هوا پېژندنې دوهم نړیوال لوړ پوړی فورم و. په دغه فورم کې د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې د هوا پېژندنې څېړنیز راپور په شمول یو لړ بریالیتوبونه خپاره شول.

د چین د هوا پېژندنې خدماتي ټولنې مشر شو شیاو فنګ وویل، د باد، لمر او اوبو انرژۍ د هوا پېژندنې له کارونو سره نږدې اړیکې لري. چین د نوې انرژۍ په پرمختګ کې د نړۍ مخکښ مقام نیولی. د هوا پېژندنې ادارې د نوې انرژۍ په ګړندي پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی، د باد او لمر انرژۍ  باکیفیته سرچینې مو پيدا کړې دي.

د چین د سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ د اقتصادي همکارۍ څېړنیزې ادارې مرستیال جانګ وې وویل، د خدماتو سوداګرۍ په سږني نندارتون کې د لوړ پوړيو فورمونو طرحه کول او جوړونه د چین لخوا د ورخلاصون تګلارو د پراخېدو یوه مهمه نښه ده او د خدماتو سوداګرۍ په برخه کې د چین پرانیستې په بهیر کې تر لاسه شوي بریالیتوبونه هم ترې ښکاره شوي دي.