لي چيانګ د چين او اندونيزيا د صنعتي او سوداګريو چارو ټولنې په ماښامنۍ ميلمستيا کې ګډون وکړ
CMG2023/09/06 10:59:55
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په ۵مې نېټې د اندونيزيا په پلازمېنې جاکارتا کې د چين او اندونيزيا د صنعتي اوسوداګريزو چارو ټولنې په ماښامنۍ ميلمستيا کې ګډون او وينا کړې ده.

په دغې مېلمستيا کې له چين سره د اندونيزيا د همکاريو لارښوونکی او د تنظيمي چارو مشر لوهوت بينسار پاندجايتان او د دواړو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو چارو ټولنې شاو خوا ۲۰۰ استازو ګډون کړی و.

لي چيانګ ويلي، چې په وروستيو کلونو کې د چين او اندونيزيا اړيکو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې ستر پرمختګ موندلی او د سيمه ييز ثبات او سمسورتيا لپاره يې لارښوونکی رول لوبولی دی.

نوموړي ويلي، چې هېواد به یې له اندونيزيا سره د پاکې انرژۍ او ډجيټلي اقتصاد په شمول ځينو برخو کې همکارۍ وکړي او د خپلمنځي همکاريو پراخوالی به ورسره وهڅوي.

لي چيانګ هيله ښودلې، د چين او اندونيزيا د تصديو خاوندان د دواړو هېوادونو دوستي او همکارۍ پرمخبوزي او د همکاريو د ټينګښت په ترڅ کې ګډ پرمختګ ومومي.

لوهوت بينسار د اندونيزيا او چين همکارۍ د اندونيزيا د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمې بللي او هيله يې ښودلې، چې هېواد به یې له چين سره ستراتيژيکي همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.