چين فضا ته يوه سپوږمکۍ وتوغوله
CMG2023/09/07 10:37:00
شريکول:

چين د سپتمبر په اوومې نېټې د سي زې ـ۴سي(CZ-4C) سپوږمکۍ ليږونکي راکټ په وسيله وای جي۳۳ـ ۰۲(YG 33-02) سپوږمکۍ فضا ته استولې ده.

د مالوماتو له مخې، دغه سپوږمکۍ ټاکلي فضايي مدار ته رسیدلې او د توغولو دنده يې په برياليتوب ترسره شوې ده.

چين وايي، ياده سپوږمکۍ به د ساينسي ازموينو، د ځمکنيو سرچېنو د پلټنې، د کرنيزو محصولاتو د توليدي اندازې د وړاندوينو او د مصیبتونو او پېښو د مخنيوي په برخو کې وکاروي.