د ۲۰۲۳م کال د چين د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون د سپتمبر د ۶مې نېټې په ماسپښين پای ته ورسيد.
په دغه نندارتون کې څه باندې ۲۴۰۰ تصديو په افلاين او ۶۷۰۰ تصديو په انلاين ډول ګډون کړی و او د سپتمبر د ۶مې نېټې تر ۱۲ بجو پورې نژدې ۲۸۰ زرو نندارچيانو ترې لېدنه کړې ده.
په دغه نندارتون کې د همکاريزو پروژو، پانګونو، تړونونو، اعلاميو او د نوښتي ډګرونو په شمول له ۱۱۰۰ زياتې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.
دغه نندارتون د چين د خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ راپور او د چين د نندارتونونو د پرمختګ راپور په شمول زيات باوري راپورونه خپاره کړي دي.