سعودي او ايران يو بل ته خپل سفيران وليږل
CMG2023/09/07 10:35:00
شريکول:

 فارس خبري اژانس خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د سعودي عربستان نوی سفير عبدالله بن سعود العنزی د سپتمبر په پنځمې نېټې تهران ته رسيدلی دی.

د سعودي عربستان خبري رسنيو هم خبر ورکړی، چې د ايران نوی سفير علي رضا عنایتي رياض ته رسیدلی دی.

سعودي او ايران په ۲۰۱۶م کال کې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې او استازو يې د روان کال په مارچ کې د چين په منځګړيتوب بېجينګ کې خبرې وکړې او د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو په بيارغولو يې هوکړه وکړه.

دواړو خواوو د اپريل په شپږمې نېټې په ګډې اعلاميې کې د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د اعادې اعلان وکړ.