د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په شپږمې نېټې په اندونيزيا کې د جاکارتا - باندونګ ګړندۍ رېلپټلۍ له ګډې پروژې څخه لېدنه کړې ده.
نوموړی د دغې رېلپټلۍ په حليم سټېشن کې د چيني او اندونيزيايي کارکوونکو له تود هرکلي سره مخ شو او د دغې پروژې اړوندو مسئولينو د پټلۍ د چارو د وضعيت په اړه مالومات ورکړي دي.
نوموړي د چيني او اندونيزيايي کارکوونکو هڅې ستايلې او دغه پروژه يې د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې د چين او اندونيزيا ترمنځ د همکاريو نمونه بللې او په وينا يې، د دواړو هېوادونو مشران ورته ډېره پاملرنه کوي.
لي چيانګ هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه د مشرانو ګډې موافقې ښې پلې او د دغې رېلپټلۍ د پرانيستلو لپاره د تيارۍ چارې ترسره کړي.
د جاکارتا - باندونګ ګړندۍ رېلپټلي د اندونيزيا جاکارتا ښار او باندونګ ښار سره نښلوي او د چين د رېلپټليو د جوړولو د معيارونو او تخنيکونو له مخې جوړېږي.
ياده رېلپټلۍ په جنوب ختيځې اسیا کې لومړۍ ګړندۍ رېلپټلۍ ده، چې د جوړولو چارې يې په ۲۰۱۶م کال کې پيل شوي او ټاکل شوې، چې د روان کال په اکتوبر کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.