د ليبيا د ملي يووالي حکومت د کورنيو چارو وزير عماد الطرابلسي د اګست په ۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې په همدې ورځ ٢٧٠ ناقانونه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ليږلي دي.
نوموړي ياد کډوال په عمده توګه د سومالیا، سوډان، نایجیریا او بنګله دېش اوسيدونکي بللي دي.
الطرابلسي لیبیا د ټرانزیټ نقطه ياده کړې او همدا يې لوی لامل بللی، چې غیرقانوني کډوال دغه هېواد ته پناه ور وړي او په وينا يې، ليبيا د کډوالو په برخه کې لوړه بیه ورکړې او د غیرقانوني کډوالۍ او د خلکو د قاچاق پر وړاندې مبارزې ته به دوام ورکړي.
د کډوالو نړیوال سازمان تازه شمېرې ښيي، چې د روان کال په درشل کې ۱۰۶۴۶ ناقانونه کډوال د مدیترانې سمندرګي څخه له تېرېدو وروسته بېرته لیبیا ته ستانه شوي دي.
(ژباړه: شکريه)