د چین د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون لاسته راوړنې به د نړیوالو ‍پانګوالو د هرکلي وړ شي
CMG2023/09/07 15:26:09
شريکول:

د سپتمبر په شپږمه نېټه د ۲۰۲۳م کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون په بېجينګ کې پای ته ورسېد. په تېرو پنځو ورځو کې ۸۳ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دې نندارتون کې ګډون کړی او شاوخوا ۲۸۰ زره کتونکو ته يې خپل توليدات او تخنيکونه ښودلي او څه باندې ۱۱۰۰ لاسته راوړنې يې درلودلې دي. له دې لاسته راوړنو څخه ښکاري چې د هغو کسانو کړنې ناسمې دي چې پر چیني اقتصاد باور نه لري.

د بېلګې په توګه د برېټانيا څه باندې شپېته تصديو او ارګانونو په دې نندارتون کې ګډون وکړ چې د پلاوي پيمانه يې له څلورو کلونو راهيسې تر ټولو لويه ده. برېټانوي استازي داسې ويلي چې د تش په نامه له چين سره د سوداګريزو اړيکو پرې کول ناسم نظر بولي. په ورته وخت کې د قيولکوم او انټل په شمول د امريکا شرکتونو ځينې نوي تخنيکونه هم کتونکو ته راوړي او په فعاله توګه يې په دې نندارتون کې ګډون کړی دی. د روان کال په جولای کې د چيپ په اړه د امريکا څو شرکتونو په ډله ييزه توګه چين ته د چیپ پر صادراتو د امريکا له حکومت سره مخالفت وکړ. اوس په ياد نندارتون کې له لاسته راوړنو څخه له چين سره د سوداګريزو اړيکو د نه پرې کولو نښه نښانې څرګندېږي.

د ځينو خبري رسنيو د شننې له مخې ځکه د امريکا په مشرۍ د ځینو لوېديځو هېوادونو سياستوالو د چين پر اقتصادي پرمختګ لږ باور وښود، لامل يې دا دی چې هغوی د خپلو هېوادونو له اقتصادي پرمختګ څخه ناهيلي لري او خپله موخه او باور يې له لاسه ور کړی دی، نو څو څو ځلې يې د چین د اقتصادي پرمختګ په هکله ناسمې څرګندونې وکړې. خو د دغو ناسمو خبرو د څرګندولو له لارې يې ځاني ستونزې نه شي حلولی. هغوی بايد د ياد نندارتون ښې نښې نښانې او د ګډونوالو باور ته وګوري او پکې ګډ پرمختيایي فرصت پيدا کړي.

د چين لوی بازار او د مصرفي جوړښت د بدلېدو له کبله راغلي نوي فرصتونه زموږ د باور سرچينه ده. په سږني نندارتون کې له پنځسو غښتليو نړيوالو شرکتونو او لویو تصديو څخه څه باندې پنځه سوه شرکتونو ګډون کړی چې د ګډون کوونکو تصديو د نړیوال کېدو انډول په سلو کې له شلو څخه زياتوالی ښيي. د ګډونوالو له پراخوالي څخه ښکاري چې نړيوالې تصدۍ چيني بازار ته ډېره پاملرنه کوي.

اوس مهال د چين په مصرفي جوړښت کې د محصولاتو او خدماتو برابرۍ تمايل څرګندېږي چې په دې سره يې خدماتي مصرفي ګراف لوړ شوی دی. د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د ترانسپورټ، هوټلونو او راستورانټونو په اړه د خدماتو سوداګرۍ ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل اعشاريه درې زيات شوی دی. د روان کال له جون څخه تر اګست پورې د چينايانو سيلانيزې اړتياوې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ډېرې زياتې شوې او په ګڼو منظره لرونکو ځايونو کې د سيلانيانو شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی. د نړيوالو تصديو لپاره چېرته چې بازار وي، فرصت به هم هلته شته وي.

په عين وخت کې د چين حکومت پر دې ټينګار کړی چې په پر له پسې توګه د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلاره غوره کوي چې همدا په چين کې پر کاروبار د بهرنيو سوداګرو باور ټینګ کړی دی. چين عمومآ پهرنيو پانګه اچونکو ته د خپلو توليدي چارو او خدماتي چارو ور خلاص کړی دی. (( په نړيوال بدلون کې د چين د خدماتي چارو ورخلاصون )) راپور چې په ياد نندارتون کې خپور شوی و، داسې ښيي چې د چين خدماتي چارې چټک پرمختګ موندلی او پرانيستې سويه يې د نورو هېوادونو د منځنۍ سويې په پرتله لوړه ده په تېره بيا د بهرنيو پانګونو د داخلېدو او ور سره د مساوي چلند د غوره کولو په برخه کې.

هغه هېوادونه چې د نورو هېوادونو پر وړاندې يې تل ناسمې څرګندونې کړې او ورباندې تور يې لګولی، لا پرمختګ ونه مومي. خو که چين په پر له پسې توګه پرمختګ ومومي، دا به د نړۍ د لا سمسورېدو سبب شي. د چين اقتصادي راتلونکی به څنګه روان شي؟ د چين د خدماتي سوداګرۍ په سږني نړيوال نندارتون کې د ګډونوالو د باور ښه ثبوت دی.