چين د جاپان سند ته غبرګون وښود
CMG2023/09/08 10:36:02
شريکول:

جاپان څو ورځې مخکې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته يو کتبي سند وړاندې کړی او هغه عمل یې د نه منلو وړ بللی، چې چين سمندر ته د اټومي ککړو اوبو له ايستلو وروسته پر جاپاني سمندري پيداوارو وارداتي بنديز لګولی دی.

 د چين د سوداګرۍ وزارت وياند هه يا دونګ د سپتمبر په ۷مې نېټې د جاپان ياد سند ته په غبرګون کې ويلي، چې هېواد يې د خپلو اړوندو قوانينو او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اړوندو قواعدو له مخې د سوداګرۍ بيړني تدبيرونه نيولي او دا يې بيخي عادلانه، معقول او لازم بللي دي.

نوموړي ويلي، چې جاپان بايد سمدلاسه خپلې ناسمې کړنې بندې کړي او د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته باید واقعي ځوابونه ورکړي.

هه يا دونګ زياته کړې، چې چين څو څو ځلې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستلو په اړه خپل جدي دريځ جاپان ته څرګند کړی او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په اړوندو غونډو کې يې هم خپله سخته اندېښنه او شکونه بيان کړي دي، خو د جاپان حکومت بیا هم په خپل سر سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستلو پلان پيل کړی دی.

( سپوږمۍ)