د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۷مې نېټې د هې لونګ جيانګ ولايت د شانګ جه ښار د لاو جيې جي علاقه دارۍ لونګ وانګ مياو کلي ته لاړ او هلته يې د سيلاب ځپلو د حال او حوال پوښتنه وکړه.
نوموړی د لونګ وانګ مياو کلي د کروندو د لېدنې پر مهال د ناورين ځپلو کښتونو او په ځانګړې توګه د شولو د وضعيت په اړه معلومات تر لاسه کړل او د دې سيمې د بيارغونې په اړه يې د ځايي حکومتي ادارې راپور واورېد.
په تېر اګست کې د دوکسوري په نوم توپان پر شانګ جه ښار څپه وروړه، چې له امله يې په دغې سيمې کې سخت بارانونه وشول او زړور سيلابونه رامنځته شول.
دغو بارانونو او سيلابونو د ياد ښار د ۱۷ علاقه داريو، ۱۶۱ کليو او ۲۳ استوګنيزو سيمو ۷۹ زره وګړي او د ۱۳۸۲۰۰ جريبو په مساحت کروندې وځپلې.
په نوموړي ښار کې له سيلاونو وروسته د بيارغونې چارې روانې دي او د خلکو د ژوند او کار نظم د اعاده کېدو په حال کې دی.