لي چيانګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره وکتل
CMG2023/09/08 17:18:07
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر د ۸مې نېټې په سهار د اندونيزيا په پلازمينې جاکارتا کې د دغه هېواد له ولسمشر جوکو ويدودو سره ليدلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې په اشارې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ شاوخوا مياشت مخکې په چنګ دو ښار کې له ولسمشر جوکو سره وکتل او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د نقشې په اړه يې نوې او مهمې هوکړې ورسره کړې دي.

نوموړي ويلي، غواړي له اندونيزيا سره د دواړو مشرانو ګډ توافقات پلي کړي، متقابل ستراتيژيک باور ورسره لا ټينګ او خپلمنځي همکارۍ ورسره ژورې کړي او څواړخيزې همغمږۍ ورسره لا پياوړې کړي.

ولسمشر جوکو ويدودو ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي، د پانګونې، کرنيزو او کب نيوونکو چارو، بنسټيزو تاسيساتو، ډيجيټلي اقتصاد، نوې انرژۍ، سيلانۍ او طبي چارو په برخو کې ورسره همکارۍ زياتې کړي او دوه اړخيزې اړيکې يې نوې مرحلې ته ورسوي.

دواړو هېوادونو  د لي چيانګ د يادې لېدنې په ترڅ کې، د صنعتي چارو، زراعت، کب نيوونکو چارو، الکترونيکې سوداګرۍ او ټېکنالوژيک نوښت په برخو کې همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.