چين: د امريکې نېوکې بابیزه دي
CMG2023/09/08 14:53:34
شريکول:

د امريکې استازي د سپتمبر په ۷مې نېټې د ختيځې اسيا په سرمشرېزې کې د تايوان او جنوبي سمندرګۍ په شمول د ځينو مسئلو په هکله پر چين بې ځايه نيوکې کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د امريکې د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې واشنګټن پر حقیقتونو سترګې پټوي او پر بېجينګ بې ځایه نېوکې کوي.

نوموړې د امريکې له يادو کړنو سره ټينګ مخالفت ښودلی او جدي احتجاج يې ورته څرګند کړی دی.

 ماو نينګ زياته کړې، چې د تايوان مسئله د چين کورنۍ چاره ده او هيڅ بهرني لوري ته به د لاسوهنې اجازت ورنه کړي.

د امريکې يادې نېوکې د غونډې له اجنډا څخه لرې او د سيمې د خلکو له نظريو سره سمون نه لري او د سرمشريزې همکاريزه فضا يې خراب کړې ده.

د امريکې يادې کړنې د دې ښکارندويي کوي، چې واشنګټن د ختيځې اسيا د همکاريو او د سيمه ييز ثبات خرابونکی او ويجاړوونکی دی.