د اسيان ۴۳مه سرمشريزه او د ختيځې اسيا د مشرانو همکاريزې غونډې پای ته ورسيدې
CMG2023/09/08 12:51:35
شريکول:

د آسيان (ASEAN) ۴۳مه سرمشريزه او د ختيځې اسيا د مشرانو يو لړ همکاريزې غونډې د سپتمبر په ۷مې نېټې د اندونيزيا په پلازمېنې جاکارتا کې پای ته ورسېدې.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د يادو غونډو د پای په مراسمو کې ویلي، چې هېواد يې د اسيان (ASEAN) د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د سیمه يیز ثبات او سوکالۍ د ساتلو لپاره ډېرې هڅې کړي او په ټولو غړو هیوادونو یې غږ کړی، چې خپلو هڅونو ته دوام ورکړي.

ولسمشر جوکو ویدودو ويلي، چې په يادو غونډو کې د پایلو يو لړ سندونه تصويب شوي او په وينا يې، د اسيان غړي هېوادونه به له پيچلو او بدلېدونکو نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

اسيان په ۱۹۶۷م کال کې تاسیس شوی، چې اوسني غړي هیوادونه یې اندونیزیا، تایلینډ، سنګاپور، فیلیپین، برونای، مالیزیا، ویتنام، لاوس، کمبوډیا او میانمار دي.