لي چيانګ له انټونيو ګوټرېش سره وکتل
CMG2023/09/08 10:26:24
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په ۷مې نېټې د اندونيزيا په پلازمېنې جاکارتا کې د ختيځې اسيا د يو لړ همکاريزو سرمشريزو غونډو په څنډې کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټرېش سره کتلي دي.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې اوسني نړيوال حالات ګډوډ او له سختو ننګونو سره مخ دي او نړيواله ټولنه باید د يادو حالاتو د کنټرول لپاره يووالی او همکارۍ وکړي، د ګډ، هراړخيز، همکاريز او دواملرونکي خونديتوب د ساتلو نظريې بايد وساتي او د ورخلاصون، زغم او پرمختګ نظريې باید ټينګې کړي.

نوموړي ويلي ، چې نړيواله ټولنه باید اقتصادي مسئلو ته د امنيت او سياست رنګ ورکولو مخه ونيسي او «د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي کنوانسيون» او د « پاريس تړون» په چوکاټ کې د توپيرونو له موجوديت سره سره د اقليمي بدلون پر وړاندې همکارۍ پياوړې کړي.

ګوټرېش ويلي، چې چين د نړيوالو اجنډاوو د پرمخبيولو په برخه کې مهم رول لوبوي او ملګري ملتونه غواړي، ډيالوګ او همکارۍ ورسره پياوړې کړي، د اقتصادي ادارې په برخه کې ورسره د نړيوال سيسټم د اصلاحاتو هڅونه او پرمختيايي هېوادونو ته د کافي سرچېنو د ورکولو په چارو کې مرسته وکړي.

نوموړي ويلي، چې ملګري ملتونه به د غلو دانو د خونديتوب، د عامې روغتيا او اقليمي بدلون په شمول د ډېرو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د عملي کولو لپاره به هلې ځلې وکړي.