د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ۷مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو د درېيم فورم د تيارۍ په اړه مالومات ورکړي دي.
ماو نينګ په دغې غونډې کې تر دې دمه د څه باندې ۹۰ هېوادونو استازو د ګډون تائيد کړی، چې پکې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ملګرو هېوادونو د مشرانو او اړوندو وزيرانو په ګډون استازي او د دغه وړانديز په چوکاټ کې د همکاريزو صنعتي او سوداګريزو ټولنو شخصيتونه او کارپوهان شامل دي.
نوموړې ويلي، چې په دغې غونډې کې به د زياتو نړيوالو سازمانونو مسئولين او استازي برخه ولري او باور یې ښودلی، چې په نږدې راتلونکې کې به نور زيات همکاران هم په يادې غونډې کې د ګډون تائيد وکړي.