د سږ کال په دوبي کې د سخت توپان په اثر د چين په شمال ختيځ کې سخت بارانونه وشول، چې له امله يې سيلابونه راووتل او زيات شمېر خلک يې وځپل.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له يادو ناورينونو د خلکو د ژغورلو او د بيارغونې کارونو ته ډېر پام کړی او هميشه يې د سيمې د خلکو د حال او احوال پوښتنه کړې ده.
نوموړی د سپتمبر د ۷مې نېټې په سهار د چين د شمال ختيځ هې لونګ جيانګ ولايت شانګ جه ښار د لاو جيه جي علاقه دارۍ لونګ وانګ مياو کلي ته لاړ او هلته يې له ناورين ځپلو خلکو او کرنيزو ځمکو او شولو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي ياد کلي ته د ورتګ د لارې په دواړو غاړو کې د خلکو ويجاړ کورونه او کروندې ولېدې او د زيربناو بيارغونې بهير يې له نږدې وکاته او ځايي خلکو ته يې هيله او ډاډ ورکړ، چې خپل باور ټينګ وساتي، ستونزې ليرې کړي او د ژوند او توليد عادي نظم ژر اعاده او ښه نيکمرغه ژوند پېل کړي.