چين له ۲۹ هېوادونو سره د برېښنايي سوداګرۍ دوه اړخیزې همکارۍ لري
CMG2023/09/08 11:31:03
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند هو يا دونګ د سپتمبر په ۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د ورېښمو لارې د برېښنايي سوداګرۍ په برخه کې نړيوالې همکارۍ پراخې او ژورې کړي، له ۲۹ هېوادونو سره د برېښنايي سوداګرۍ دوه اړخيزې همکارۍ ميکانيزم جوړ کړی، له ۱۸ هېوادونو سره يې د ډیجیټلي اقتصادي پانګونې همکاريز یادداشتونه لاسلیک کړي او یو شمیر ډیجیټلي شرکتونو يې په بهر کې ښه وده او پرمختګ کړی دی.

نوموړي ويلي، د چين د ازادې سوداګرۍ په ۲۱ تړونونو کې ۱۰ يې د ډیجیټلي تجارت يا اقتصاد په اړه ځانګړي فصلونه لري او د ډیجیټلي اقتصاد په برخه کې د چين د نړيوالو ملګرو شمېر د زياتېدو په حال کې دی.

(ژباړه: شکريه)