د ۱۹مې دورې اسیايي سپورتي لوبې به د سپتمبر په ۲۳مه د چین په هانګ جو ښار کې پیل شي. د سپتمبر په ۸مه د دغو لوبو په مناسبت د مشال لېږدولو فعالیت د دې ښار د مشهور منظره لرونکي ځای- شي هو جهیل پر غاړه پيل شو.
د مشال لېږدولو په یاد فعالیت کې د تکړه کارکوونکو، مشهورو لوبغاړو او د دغو سپورتي لوبو د تنظیم کوونکو په شمول، ۱۰۶ تنو ګډون کړی و. (هیله)