د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۹مه د چین- منځنۍ اسیا ۱۰م همکاریز فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
نوموړي په پيغام کې لیکلي، چې د چین- منځنۍ اسیا همکاریز فورم تر جوړېدو راهیسې پيمانه او اغېزې مخ په زیاتېدو دي. سږ کال د یو کمربند او یوې لارې جوړونې وړاندیز د وړاندې کېدو کلیزه ده. د چین او منځنۍ اسیا هېوادونو اړوندې همکارۍ په نړۍ کې مخکښ مقام لري. سږ کال په تېرې مې میاشت کې د چین – منځنۍ اسیا سرمشریزه په بریالیتوب سره ترسره شوه او د دواړو خواوو همکاریزې اړیکې نوې مرحلې ته رسېدلي دي. هیله ده، چې اړوندې خواوې د دغه فورم په ګټه اخیستلو سره د چین او منځنۍ اسیا اړیکې نورې ټينګې کړي.
د چین- منځنۍ اسیا ۱۰م همکاریز فورم د سپتمبر په ۹مه د چین د فوجیان ولایت په شیا من ښار کې پيل شو. (هیله)