شي جین پينګ د دیموکراتیکې کوریا د ۷۵م ملي جشن په مناسبت کیم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/09/09 13:04:36
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د سپتمپر په ۹مه د دیموکراتیکې کوریا د ۷۵م ملي جشن په مناسبت د دغه هېواد د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا رئیس کیم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام ولیږه.

شي جين پينګ په پيغام کې لیکلي، دیموکراتیکې کوریا په تېرو ۷۵ کلونو کې د کارګرو ګوند په کلکې لارښوونې او د خلکو په ګډو کوښښونو سره د سوسیالیزم جوړونې په برخه کې پر له پسې بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. چین او دیموکراتیکه کوریا ښه ګاوندیان دي، پروا نشته چې نړیوال او سیمه ییز وضعیت څنګ بدلېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او همکاریزو اړیکو ټينګښت د چین حکومت او کمونېست ګوند نه بدلېدونکې دعوا ده. چین غواړي په نوې زمانه کې له دیموکراتیکې کوریا سره ستراتيژيکې تبادلې او اغېزمنې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوي. (هیله)