شي جين پينګ له هې لونګ جيانګ ولايت څخه لیدنه وکړه
CMG2023/09/09 10:19:40
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې له هې لونګ جيانګ ولايت څخه  لیدنه کړې او په ترڅ کې يې پر دې ټينګار کړی، چې د هېواد د پرمختګ په عمومي حالاتو کې خپل ستراتيژيک  مقام  وساتي، د باکيفيته پرمختګ لومړۍ دنده پر غاړه ولري، د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لخوا د هېواد د شمال ختيځ د هراړخيزې سمسورتيا لپاره تګلارې او ترتيبات ښه تطبیق کړي

شي جين پينګ د سپتمبر له ۶مې څخه تر ۸مې پورې دا شينګ ان لينګ سیمې او هاربين ښار ته  لاړ او د ځنګلونو، کليو او لوړو ښوونځيو په شمول ځايونه یې وکتل   او د سيلاب  ځپلو سیمو د بيا رغونې په ځايونو کې د اوسيدونکو  د احوال پوښتنه وکړه.

دغه راز شي جين پينګ د سپتمبر ۶مې له غرمې وروسته د دا شينګ ان لينګ سيمې د مو هه ښار د ځنګلونو له طبيعي سيمې څخه ليدنه وکړه او په اشارې سره يې  وویل، چې د ځنګلونو کرلو او ساتلو چارې دواړه مهمې  دي، مخکې له مخکې دې د طبيعي مصيبتونو مخه ونيول شي.

شي جين پينګ ور پسې د هېواد د سترې وچې په شمال سرحدي سيمه کې د بې جي کلي ته لاړ او د ځايي سيلانۍ چارو په هکله يې معلومات  تر لاسه کړل.

همداراز شي جين پينګ د سپتمبر د ۷مې په سهار له هاربين  انجنیرۍ پوهنتون (Harbin Engineering University) څخه ليدنه وکړه او په ترڅ کې يې د دغه پوهنتون استادانو او د هېواد ټولو ښوونکو  ته د ښوونکو ورځې په مناسبت مبارکي وويله.

شي جين پينګ د سپتمبر د ۸مې په سهار کې د هې لونګ جيانګ ولايت د کمونېست ګوند د کمېټې او حکومت لخوا کاري راپورونه واورېدل او د دغه ولايت د بېلا بېلو کارونو لوړه ستاينه یې وکړه.