جاپاني خلکو د فوکوشيما ځايي محکمې ته قانوني دعوا وړاندې کړې
CMG2023/09/09 15:43:24
شريکول:

د سپتمبر په اتمه نېټه څه باندې سلو تنو جاپانيانو سمندر ته د جاپان حکومت او د توکيو د برېښنايي شرکت له خوا د ذروي  ککړو اوبو د خوشي کولو له امله د فوکوشيما ځايي محکمې ته دعوا وړاندې کړه او ور څخه يې  وغوښتل، چې د دوی ياده کړنه بنده کړي. دا لومړی اړونده دعوا ده او هم همداسې کړنه ده، چې د جاپانيانو له خوا د صدراعظم مانسيو کيشيدا  د ناسمو کړنو تر افشا کولو وروسته هغوی بيا په قانوني وسيله خپل حقونه ساتي.د وکيلانو د پلاوي غړي هيدييوشي هاتوري دې ته په اشارې سره ويلي، چې د فوکوشيما تر اټومي پېښې وروسته د جاپان حکومت له خپلې ژمنې څخه سرغړولی او سمندرې ته يې ذروي ککړې اوبه خوشي کړې دي، چې همدا انساني ناورين دی او هم خلکو ته يې زيانونه رسولي دي.

د توکيو د برېښنايي شرکت د شمېرنې له مخې هغوی سمندر ته د روانې مياشتې  په لسمه نېټه  په لومړي پړاو کې ۷۸۰۰ ټنه ذروي ککړې اوبه خوشي کړې او د سپتمبر په پای کې به سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو دوهم پړاو پيل کړي. دغه کړنه بې سارې خطرناکه بلل کيږي او له نړيوالو سمندري ايکولوژۍ او د خلکو له روغتيا او د راتلونکو نسلونو له ګټو سره تړاو لري.  یاده دعوا او شکایتونه ،  پر جاپاني حکومت سخته نيوکه ښکاري.

د يادې دعوا له مخې د جاپان حکومت سمندر ته د ذروي ککړو اوبو له خوشي کولو نه مخکې هېڅکله ايکولوژيکي چاپيريال ته د ککړتيا د رامنځته کولو او د اړوندو منفي اغېزو په باب څېړنه نه ده کړې. څرګنده ده چې د توکيو برېښنايي شرکت د اټومي ککړو اوبو د زيرمې لپاره د ټانکونو د زياتوالي وړتيا لري، سمندر ته د اټومي ککړو اوبو خوشي کول لازم نه دي. نو ځکه د جاپانيانو په اند د جاپان حکومت يادې کړنې چاپېريال  ککړ کړس او د کب  نيولو په چارو کې د ثابت ژوند د ساتلو په برخه کې د جاپانيانو پر حقونو یې تېری کړی، چې همدا ناقانونه کړنه ده. د اړوندو کارپوهانو په اند يادو جاپانيانو په قانوني وسيله سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو مخنيوی کړی، چې له بېلا بېلو لارو چارو د خپلو حقه حقونو د ساتلو په برخه کې  د نورو لازياتو جاپانيانو لپاره يو هڅونکی چلند دی.

دا د خلکو لپاره د پوهېدو وړ نه ده، چې په وروستيو کې د جاپان حکومت چې ناقانونه کړنه يې کړې، د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته يې د چین په موخه يوه دعوا وړاندې کړې او پکې يې  غوښتي، چې د دې هېواد پر سمندري توکو د چين لګېدلي بنديزونه لغوه کړي. سمندر ته د جاپان حکومت له خوا د  ذروي  ککړو اوبو له خوشي کولو سره د جاپاني اوسېدونکو د ډلې مشر ويلي، چې د جاپان حکومت غواړي له دې موضوع څخه د جاپانيانو پام نورو برخو ته واړوي او تورن بايد د جاپان حکومت وي.

د جاپان د حکومت د يادې دعوا په هکله څو تنو کارپوهانو ويلي، چې د چين په اړه د جاپان دغه دعوا بې ځايه ده او د چين تدبيرونه د قوانينو پر بنسټ دي.

د چين ولسي جمهوريت د  خوړو خونديتوب د قانون له مخې واردېدونکي خواړه دې د چين د خوړو د خونديتوب له دولتي معيار سره سمون ولري. که له دې معيار سره سمون ونه لري اويا د خلکو روغتيا ته  زیانونه رسوي، نو د دغو  خوړو واردات دې بند شي. سربېره پردې د چين ولسي جمهوريت د صادراتي او وارداتي خوړو د خونديتوب د اداري مقرارتو له مخې هغه هېوادونه، چې خپل توليدات چين ته صادروي، که د خوړو خونديتوب سيستم بدل کړي او د خوړو خونديتوب نه شي تضمينولای ، نو زمونږ اړوندې څانګې دې له دغو هېوادونو څخه واردېدونکې توليدات منع کړي.

د نړيوالو قوانينو له مخې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د روغتيا او د نباتاتو د روغتيا په اړه د تدبيرونو او تړون له مخې غړي هېوادونه حق لري، چې د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو د روغتيا د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.د علمي څېړنې له مخې سمندر ته د جاپاني اټومي ککړو اوبو خوشي کول به د دې هېواد سمندري توکو ته زيانونه او خطرونه ورسوي، نو پر دې بنسټ غړي هېوادونه حق لري، چې د جاپان د ناسمو کړنو د مخنيوي لپاره لنډمهاله تدبيرونه ونيسي.

په دې وروستيو کې د جاپان حکومت پر چين د تور لګولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. له دغو تورونو څخه يوازې ښکاري، چې د جاپان له خوا سمندر ته د ذروي ککړو اوبو خوشي کېدل  ناسم دي او جاپانیان هم پر دې ښه پوهيږي. د فوکوشيما ځايي محمکې ته د دوی دعوا وړاندې کېدل  د جاپاني حکومت له دغو ناسمو کړنو سره د مخالفت تر ټولو ښه ثبوت دی.