د امریکې د دفاع وزارت د سپتمبر په ۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو، له اوکراین سره د ۶۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان وکړ. په دغو مرستو کې د هوايي دفاع تجهیزات او راکټي بمي سیسټمونه شامل دي.
په یاده اعلامیه کې راغلي، یادې پوځي مرستې به له اوکراین سره د امنیتي مرستې پلان په چوکاټ کې ترسره کېږي او امریکايي حکومت به له دفاعي شرکتونو او یا ملګرو هېوادونو څخه یاد پوځي تجهیزات او سیستمونه واخلي. د دغه پلان له مخې، د امریکې د دفاع وزارت د اوسني دفاعي تړون په اصلاحولو سره یاد پوځي تجهیزات او سیستمونه اوکراین ته لیږلی شي.
USA Today ورځپاڼې د سپتمبر په ۷مه وویل، چې د تېر کال په فبرورۍ کې د اوکراین کړکیچ له سختېدو راهیسې، امریکې اوکراین ته د ۷۶ میلیارډو ډالرو په ارزښت پوځي، بشري او پولي مرستې کړي دي. (هیله)