شي جين پينګ په مراکش کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په پار له دغه هېواد سره خواخوږي وښوده
CMG2023/09/10 11:30:26
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د سپتمبر په نهمه نېټه په مراکش کې د سختې زلزلې له امله د رامنځته شوې درنې مرګ ژوبلې په پار د دغه هېواد پاچا اېس اېم روی محمد شپږم (S.M. Le Roi Mohammed VI) ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.

شي جين پینګ په دې پيغام کې ويلي، په ډېرې خواشينۍ مې خبر ترلاسه کړ چې په مراکش کې سخته زلزله شوې او خلکو ته يې دروند ځاني او مالي زيان اړولی دی. زه د چين د حکومت او ولس په استازيتوب د زلزلې د قربانيانو کورنيو ته تسليت وايم او ټپیانو ته عاجله شفا غواړم او باور لرم چې ستاسو (پاچا) په مشرۍ به د مراکش حکومت او ولس د مصیبت له اغېزو څخه ځان خلاص کړي او وران شوي کورونه او تاسيسات به بېرته اباد کړي.