شي جين پينګ د ښوونکي ورځې په پار مبارکي وويله
CMG2023/09/10 12:59:22
شريکول:

د چين د غوره ښوونکو د استازو ناسته د سپتمبر په نهمه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر، شي جين پينګ دغې ناستې ته په پيغام کې د ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د ناستې ګډونوالو ته همدارنګه د هېواد ټولو ښوونکو او د ښوونيزو چارو کارکوونکو ته د ښوونکي ورځې په پار مبارکي وویله او نيکې هيلې يې وړاندې کړې.

شي جين پينګ په دې پيغام کې هيله وښوده چې ښوونکي او د ښوونيزو چارو کارکوونکي د ښوونيزو چارو له کارپوهانو زده کړه وکړي، د هغوی روحيې خپرې کړي، د ګوند او هېواد لپاره انسان وروزي او د هېواد ابادۍ او د ملت د احيا لپاره نوي خدمتونه وکړي.