د سپتمبر په نهمه نېټه د امريکې د پينسيلوانيا ایالت په هاريسبورګ ښار کې د ډزې يوه پېښه وشوه چې له امله يې ۳ کسان ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه پېښه په همدې ورځ له غرمې وروسته د يوې بجې په شاوخوا کې د دوو ګاوډيانو ترمنځ د جنجال له امله رامنځته شوې ده.
د دغه جنجال یوه لوري له لانجې وروسته له خپل کوره يو ټوپک را ایستلی او د خپل ګاونډي کور ته ننوتی او پر هغوی يې ډزې کړې او درې کسان يې ټپيان کړي دي.
ځايي پوليسو ويلي، بریدګر تښتېدلی او د نيولو هڅې يې روانې دي.