د افريقايي ټولنې د کمېسيون رئیس موسا فجي محمد د سپتمبر په نهمه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو يا جي شل د رسمي غړي په توګه د دغې ټولنې له ټاکل کېدو څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړي ويلي: موږ له اوږدې مودې راهيسې د دغه غړيتوب د ترلاسه کولو لپاره هڅې کړې دي، ځکه په دې سره به افريقا ته فرصت برابر شي چې خپل اواز پورته کړي او نړيوال به د نړیوالو ننګونو د مقابلې لپاره د افريقا مثبت خدمتونه وپېژني.