د چین د شمال ختیځ د هراړخيزې سمسورتیا نوې ستراتيژي
CMG2023/09/11 14:59:59
شريکول:

د چین رهبر شي جين پينګ څو ورځې مخکې د چین د شمال ختیځ له هې لونګ جیانګ ولایت څخه لیدنه وکړه. هغه په پروسه کې په نوې زمانه کې د شمال ختيځ د هراړخيزې سمسورتیا په اړه د یوې مباحثوي غونډې مشري وکړه او پکې يې یو لړ طریقې وړاندې کړې دي.

شمال ختیځه سیمه د چین لپاره ستر اهمیت لري. د چین ولسي جمهوریت د تازه جوړېدو پر مهال  شمال ختیځه سيمه د دغه هېواد مهمه صنعتي اډه وه، هلته د چین لومړی بار وړونکی موټر، لومړی جېټ او د لس زرو ټنو په وزن لومړۍ لویه بېړۍ جوړه شوه.

شمال ختیځ د غلودانو کرلو یوه مهمه اډه هم ده. په دې سیمه کې د غلودانو تولیدي اندازه د ټول هېواد یو پر پنځمه برخه نیسي، د لوبیا تولیدي اندازه يې د ټول هېواد نیمه برخه نیسي، نو دغه سیمه د چین د غلودانو امنیت او خوندیتوب ساتلو لپاره مهم رول لوبوي.

شمال ختیځه سیمه د نفتو او ګازو لوی زېرمتون دی، په دغه سیمه کې عمومي سړکونه ښه جوړ شوي او سیندونه هم ډېر موجود دي، نو د چین د ورخلاصون او پرانیستې یوه مهمه کړکۍ هم ګڼل کېږي.

خو د تېرې پېړۍ له ۹مې لسیزې راهیسې د شمال ختیځې سیمې پرمختګ څرک ورو شوی، سرچینې يې مصرف شوې او د زړې صنعتي اډې تولیدي توان ډېر کمزوری شوی دی. نو د چین حکومت ۲۰ کاله مخکې د شمال ختیځې سیمې د سمسورتیا پلان جوړ کړ.

شي جين پينګ وویل، شمال ختیځه سیمه د سرچینو ښه شرایط، د صنعتي چارو کلک بنسټ او د موقعیت ځانګړی تفاوق لري، نو دغه سیمه د پرمختګ ستر بالقوه ځواک لري. هغه په تېرو لسو کلونو کې د لسو ځلو لپاره شمال ختيځ ته تللی او د دغې سیمې د سمسورتیا لپاره يې نوې ستراتيژي طرحه کړې. اوس چین د خپله شکله عصري کېدو له لارې د چیني ملت بيا سمسورتیا هڅوي. شي جين پينګ په یاده مباحثوي غونډه کې وویل، چې شمال ختیځ باید د چین شکله عصري کېدو په بهیر کې نور زیات ستراتيژیک رول ولوبوي.

شي جين پينګ په اشارې وویل، د شمال ختیځې سیمې د هراړخيزې سمسورتیا لپاره فزيکي اقتصاد بنسټ دی، کليدي برخه يې تخنيکي نوښت او لوري يې د صنعتي چارو اپګرېدينګ دی. نوموړي د شمال ختيځې سیمې د عصري صنعتي سیستم د جوړونې، د زراعتي چارو او کلیوالو سیمو د عصري کېدو هڅونې او د عصري بنسټيزو تاسیساتو سیستم ابادۍ د چټکېدو په اړه یو لړ مشخص پلانونه ټاکلي دي.

شي جين پينګ د ټکنالوژۍ نوښت ته ډېره پاملرنه کوي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې باید د تکنالوژۍ نوښتګر پرمختګ په پار د صنعتي چارو نوښتګرې ودې او هراړخيزه سمسورتیا پرمخ بېول کېږي. باید د ټکنالوژۍ د څېړنې او پنځونې په برخو کې لا زیاتې پانګونې وشي څو لا زياتې کلیدي تکنالوژۍ تر لاسه شي.

شي جين پينګ د کورنیو او بهرنیو همکاریو د پياوړتیا په برخه کې وویل، چې د شمال ختیځ عصري کېدو بنسټيزو تاسیساتو سیستم دې ښه جوړ شي څو د اقتصاد د کورني او نړیوال دورانونو کې لا زیات رول ولوبوي، په دې سره د هېواد په واحد بازار کې د شمال ختيځې سیمې ښه ګډون وهڅول شي.

سربېره پر دې، شي جين پينګ د نفوس عمومي کیفیت د لوړولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د وړ کسانو د پرمختګ تګلارې دې پياوړې شي، د نویو چارو د نوښتګر بنسټ ايښودونکو ډګرونه دې زیات شي څو د وړ کسانو د جذب او شمولیت لپاره د شمال ختيځ توان لا نور هم پياوړی شي.