شي جين پينګ د پوځ له ۷۸مې پوځي ډلې څخه لېدنه وکړه
CMG2023/09/11 10:32:37
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۸مې نېټې د پوځ له ۷۸مې پوځي ډلې څخه لېدنه کړې ده.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې حکومت به يې په نوې زمانې کې د پوځ د پياوړتيا فکر او پوځي ستراتیژیک اصول پلي کړي، د پوځي ډلو د جوړولو، ادارې او عملیاتو طریقې به نوې او د جګړې په ډګر کې د اردو هراړخیز توان به لوړ کړي او د ګوند او خلکو دندې به پلې کړي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چین د شمال او شمال ختيځ سیمو سختو بارانونو، سيلابونو او جيولوجيکي ناورينونو ته په اشارې ويلي، چې د چین ازادي بښوونکي پوځ د سیلابونو او ناورینونو د مخنيوي او د خلکو د ژغورنې درانده مسؤلیتونه پر غاړه اخیستي او د خلکو د ژوند او مال د خوندیتوب په برخه کې یې هر اړخیزې هڅې کړي او خپل رول يې لوبولی او د چيني اردو ښه انځور يې څرګند کړی دی.