د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سپتمبر په ۱۰مې نېټې د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې ويلي، که فرانسه وغواړي په نايجر کې خپل پوځي حضور تعديل کړي، نو د نايجر له مشروع حکومت سره به همغږي ولري او له کودتا کوونکو سره به هیڅ اړيکې ونه پالي او په رسميت يې نه پېژني.
د نایجر پوځ د جولای په ۲۶مې نېټې د دغه هېواد پر ولسمشر محمد بازوم کودتا وکړه او وروسته يې د وطن خاورې د دفاع ملي کمېټې د جوړولو اعلان وکړ.
د نايجر پوځ ولسمشر بازوم له واکه لېرې کړ او د حکومت واګی يې په لاس کې واخېست.
نایجر د فرانسې مستعمره وه او دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۵۰۰ سرتېري لري.