د وينزويلا ولسمشر: له چين سره نورو همکاریو ته په تمه یم
CMG2023/09/11 11:17:46
شريکول:

د  وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو موروس د سپتمبر په ۱۰مې نېټې له چين څخه د رسمي سفر په ترڅ کې د شانګهای د جانګ جيانګ د مصنوعي ځيرکتيا مرکز او د فنګ لين ژوند ساينس زون څخه لېدنه کړې ده.

نوموړي د مصنوعي ځيرکتيا مرکز په شمول د عالي ټکنالوژۍ په برخه کې د چين د برياليتوبونو لوړه ستاينه کړې او له وينزويلا سره  د چين د نورو همکاریو تمه يې ښودلې ده.

مادورو څو ځلې چين ته سفر کړی او د دغه هېواد د اقتصاد او ټولنې پرمختګ يې له نږدې کتلی دی.

نوموړي ويلي، چې له ماشومتوب مې له چين سره ځانګړي احساسات درلودلي دي. هېواد يې له تېرو څو کلونو راهیسې له چين سره متقابل سیاسي اعتماد او دوستانه همکاريزې اړيکې پياوړې کړي او هيله يې ښودلې، چې په راتلونکي کال، يعنې د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د جوړېدو د ۵۰مې کليزې په درشل کې خپلمنځي اړیکې يې  نورې هم وغوړيږي.

مادورو زیاته کړې، چې د  وينزويلا تصدۍ به په شانګهای کې د چين د وارداتو شپږم نړیوال نندارتون کې فعال ګډون ولري.

هغه وينزويلا ته د چيني سيلانيانو د سفر هرکلی کړی دی.