کيم جونګ اون له ليو ګوه جونګ سره وکتل
CMG2023/09/11 10:06:39
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم ليو ګوه جونګ د سپتمبر په ۸مې نېټې د چين د ګوندي او حکومتي پلاوي په مشرۍ له ډیموکراتیکې کوريا څخه درې ورځنۍ لېدنه کړې او د دغه هېواد د جوړېدو د ۷۵مې کلیزې په لمانځغونډې کې يې ګډون کړی دی.

 د ډیموکراتیکې کوريا د کارګر ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا رئيس کيم جونګ اون په پلازمېنې پيونګ يانګ کې له ليو ګوه جونګ سره کتلي او د چين او ډيموکراتيکې کوريا د اړيکو او په ځانګړې توګه د خپلمنځي همکاريو په اړه يې ورسره د نظريو ژورې تبادلې کړې دي.

ليو ګوه جونګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې بېجينګ د چين او ډیموکراتیکې کوريا دودیزې دوستۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د خپلمنځي اړيکو د ټينګښت او پرمختګ لپاره به يې کوښښونه وکړي.

نوموړي د کرنې او روغتيا چارې مهم ملکي کارونه ياد کړي او په وينا يې، چين به په همدغو دوو برخو کې له ديموکراتيکې کوريا سره تګ راتګ او همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

کيم جونګ اون ويلي، ډیموکراتیکه کوريا به له چين سره دوستانه او همکاريزې اړيکې نورې هم ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو هوساینې ته به وده ورکړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې چيني شکله سوسياليزم پر له پسې نوې او سترې لاسته راوړنې ولري او باور يې ښودلی، چې د چيني ملت د بيا سمسورتيا ارمان به خامخا پوره کيږي.