د چين او بريتانيا صدراعظمانو وکتل
CMG2023/09/11 10:53:49
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په ۱۰مې نېټې د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې د جي شل سرمشريزې په څنډې کې له خپل بريتانياوي سيال ريشي سوناک سره کتلي دي.

لي چيانګ په يادې کتنې کې چین او بريتانيا د نړۍ عمده اقتصادونه ياد کړي او په وينا يې، اقتصادونه يې سره تړل شوي او خپلمنځي تماسونه يې هم ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دي.

نوموړي ويلي، چين او بريتانيا دې ثابتې او متقابلې ګټې لرونکې اړيکې جوړې کړي او دواړو هېوادونو او نړۍ ته دې ګټې ورسوي.

لي چيانګ زیاته کړې،‌ چې هېواد به یې له بريتانيا سره په ګډو هڅو پر متقابل درناوي او مساوات ټينګار وکړي،‌ يو د بل پرمختګ ته به په معقوله توګه وګوري او خپلمنځي متقابل تفاهم او اعتماد به ژور کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ثابتې او دايمې پاتې شي.

سوناک ويلي، چې هېواد يې د چین تاريخي کلتور ته درناوی لري او په نړیوال سيسټم کې د چین مهم رول ته په درنه سترګه ګوري.

نوموړي تمه ښودلې، چې له چين سره رغنده او ريښتنی ډيالوګ تر سره کړي، د اقتصاد، ساينس او تخنيکونو په برخو کې ورسره همکارۍ زياتې کړي، خپلمنځي توپيرونه ورسره ښه حل او په ګډه ورسره د اقليمي بدلون په شمول نړیوالې ستونزې حل کړي او د چین او بريتانیا ترمنځ‌ ثابتې او متقابلې ګټې لرونکې اړیکې جوړې کړي.