په نايجريا کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۶ کسان مړه شوي
CMG2023/09/11 10:23:00
شريکول:

د نايجريا د مرکزي نايجر ایالت په موکوا سمندري سیمې کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړ شوي او څه باندې ۴۰ کسان نور په اوبو کې ورک شوي دي.

د دغه ايالت د بېړنيو پېښو ژغورنې ادارې ويلي، چې ياده پېښه د سپتمبر په ۱۰مې نېټې د سهار په اتو بجو په موکوا سمندري سیمې کې رامنځته شوې ده.

يادې ادارې ويلي، چې په دغې کښتۍ کې څه باندې ۱۰۰ کسان سپاره وو، چې په دوی کې يې شاوخوا ۳۰  کسان ژغورل شوي دي.

په نايجريا کې د کښتيو د ډوبېدو پېښې ډېرې رامنځته کيږي، چې لوی لاملونه يې په کښتيو کې د ډېرو کسانو سپرېدل، بده هوا او د خونديتوب لپاره د امنيتي تدبیرونو نشتون بلل کيږي.