د مراکش کورنيو چارو وزارت د سپتمبر د ١١مې نېټې په شپې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې په دغه هېواد کې د شوې سختې زلزلې له امله ۲۸۶۲ کسان مړه شوي او ۲۵۶۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
ياد وزارت ويلي، چې ژغورونکې ډلې يې په زلزله ځپلو سیمو کې د خلکو په ژغورنې بوختې دي او په خاورو او کنډو کپرو کې بند کسان را وباسي.
د امريکا ځمکپېژندنې ادارې د دغې زلزلې ریختر کچه ۶.۸ درجې ښودلې او مرکز یې د مراکش ښار سویل لوېدیځ ته په شاوخوا ۷۱ کیلومترۍ کې ښودلی دی.
د مراکش ځمکپېژندنې ادارې بیا د زلزلې د ریختر کچه ۷ درجې ښودلې ده.