په جي‌ شل کې د افريقايي ټولنې غړيتوب نړۍ ته څه ډول ګټې ورسوي
CMG2023/09/12 15:06:43
شريکول:

د جي شل سرمشريزه د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د هند په پلازمينې نوي ډيلي کې پای ته ورسېده. د دې سرمشريزې له مهمو لاسته راوړنو څخه د افريقايي ټولنې شمولیت دی. د دغه خبر په مناسبت د افريقا سياسي برخه او عامه افکار له خوشالې فضا څخه ډک دي.

په جي شل کې د افريقايي ټولنې له رسمي ګډون مخکې د جي شل يوازېنی افريفايي غړی جنوبي افريقا وه او افريقايي ټولنه په اروپايي ټولنې پسې دوهم سيمه ييز سازمان دی چې د جي شل غړيتوب تر لاسه کوي. دا د افريقايي ټولنې او افريقايي هېوادونو د اوږدمهاله هڅو پايله ده او هم د نړيوال جوړښت له بدلون او د نړۍ د مخکښو ځواکونو له تحريک سره نه بېلېدونکي اړيکې لري.

افريقايي ټولنه په ۲۰۰۲م کال کې له ۵۵ افريقايي هېوادونو څخه جوړه شوې ده. د نوموړي سازمان په منشور کې راغلي، چې د افريقايي هېوادونو د ګډو دريځونو او ګټو ساتنه او په نړيوالو چارو کې د افريقا د اغېزناک رول لپاره د زمينې برابرونه د افريقايي ټولنې مهمه دنده ده. اقريقايي ټولنې له تېرو څو کلونو راهيسې د افريقا د عمومي ګټو په استازيتوب په نړيواله صحنه کې غږ پورته کړی او د نړيوال اقتصاد د ادارې په مهم سازمان يانې جي شل کې يې د غړيتوب د تر لاسه کولو لپاره د ۷ کلونو هڅې کړې دي.

د نړيوالو افکارو په اند، چين په جي شل کې د افريقايي ټولنې د شاملېدو په بهير کې مهم رول لوبولی دی.

چين د افريقايي هېوادونو د ښه ملګري په توګه په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د افريقايي هېوادونو او افريقايي ټولنې د رول د لوړوالي ملاتړ کړی او څرګنده یې کړې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په اصلاحاتو کې دې د افريقا غوښتنې او اړتياوې هم حل شي. چين لومړی هېواد دی، چې په جي شل کې د افريقايي ټولنې د غړيتوب ملاتړ څرګند کړی. د نړیوالو چارو یوه کارپوه وويل، چې په جي شل کې د افريقايي ټولنې له ګډون څخه د چين د ټينګ ملاتړ لاملونه دا دي، چې له يوې خوا، چين او افريقا له اوږدې مودې راهيسې کلک سياسي اعتماد لري او د ګډ پرمختګ په لاره کې يو د بل ښه ملګري دي. له بلې خوا، افريقا د نړيوالو ځواکونو يو مهم قطب او د نړيوال عدالت د ساتنې مهم قوت دی. په جي شل کې د افريقايي ټولنې رسمي ګډون د رښتينې څو قطبي غوښتنې د برياليتوب يوه نښه بلل کېږي.

جي شل د نړيوالو اقتصادي همکاريو مهم فورم دی. په افريقايي ټولنه کې ۵۵ افريقايي هېوادونه شامل دي او عمومي نفوس يې له يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو اوښتی دی. په جي شل کې د افريقايي ټولنې ګډون به افريقا او نړۍ ته څه ګټې ورسوي؟

په افريقا کې ډېری پرمختيايي هېوادونه دي او د پرمختګ بالقوه توان لري. اوسمهال د ازادې سوداګريزې سیمې ابادي په افريقايي وچه کې په سرعت روانه ده. افريقا په جي شل کې له شاملېدو وروسته د واحد اړخ په توګه د نړۍ له مهمو اقتصادونو سره د عمومي اقتصادي تګلارو په اړه د تبادلې او همغږۍ لاره هواره کړي او دا چاره به د پورونو د لوړوالي، اقليمي بدلون او د غلودانو د امنيت په شمول له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د افريقايي هېوادونو سره مرستې وکړي.

د اوږدې مودې له لحاظه، افريقا د سرچينې، نفوس او بازار ستر غوره والی لري، که افريقا په ښه توګه د نړيوال اقتصاد په جريان کې برخه ولري، د پرمختګ بالقوه توان به په اغېزناکه توګه لوړ کړي او د ۲۰۶۳م کال اجنډا به پوره کړي.

د بل پراخ نظر له لحاظه، په جي شل کې د افريقايي ټولنې شاملېدل د برېکس همکاريز ميکانيزم د غړيو له زياتوالي وروسته د نړۍ د پرمختيايي هېوادونو د قوتونو د پياوړتيا يوه بله نمونوي چاره ده. د څېړونکو په اند، افريقايي هېوادونه ستراتيژيکه خپلواکي غواړي او په لا فعاله رويه او سلوک په نړيوالې ادارې کې ګډون کوي، چې دا به د سولې، پرمختګ او امنيت د مسئلو د حل لپاره له نړيوالې ټولنې سره مرستې وکړي. سربېره پر دې، د نړۍ د پرمختيايي هېوادونو د وينا حق لوړوالی د څواړخېزم قوت پياوړی کړي او د بادارۍ او د زورواک سياست د مخنيوي لپاره به اغېزه ولري.

افريقا بايد د سولې او ارامۍ او ټولشموله پرمختګ د پوره کولو په برخو کې له  پامه  لوېدلي رول کې پاتې نه شي. هغه لوېديځ هېوادونه، چې يوازې افريقا ته په جيوپوليتيکه سترګه ګوري، بايد په رښتينې نيکې هيلې او سرچينو د افريقا د پرمختګ ملاتړ وکړي.