د چین د پانګونې او سوداګرۍ ۲۳م نړیوال نندارتون د فوجيان ولايت په شيامن ښار کې د سپتمبر په ۸مې نېټې پېل او ۱۱مې پای ته ورسېد.
د دې نندارتون تشکيلاتي کمېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په دغه نندارتون کې ۶۳۸ همکاریز تړونونه لاسلیک شوي او د پانګونې عمومي ارزښت يې ۴۸ ټریلیونه، ۴ میلیارډه او ۵۷۰ میلیونه یوانه ښودل شوی دی.
يادې کمېټې ويلي، چې په سږني نندارتون کې د څه باندې سلو هېوادونو او سیمو صنعتي او سوداګریزو ګروپونو برخه اخيستې وه او شاوخوا ۸۰ زرو کورنیو او بهرنیو مېلمنو پکې ګډون کړی و.
د دغه نندارتون په اړوندو فعالیتونو کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ پرمختګ کنفرانس، د صنعتي چارو د پرمختګ کنفرانس، د شانګهای همکارۍ سازمان او د اقتصاد او همکارۍ سازمان په شمول ۱۲ نړیوالو سازمانونو ګډون کړی و.
(هیله)