د امريکا ولسمشر جوبايډن د سپتمبر په ۱۱مې نېټې يو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې يې پر ايران د ۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د کنګلو شتمنيو د راکړې ورکړې بنديزونه لغوه کړي او د ۵ امريکايانو د خوشي کېدو په موخه يې ۵ ايراني اتباع خوشې کړي دي.
خبري رسنۍ وايي، چې د ايران ياد ۶ ميليارډه امريکايي ډالره د کوريا جمهوريت له بانک څخه د قطر مرکزي بانک ته لېږدول شوې دي.
امريکايي رسنيو ويلي، چې د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن هم تېره اوونۍ ياد تړون لاسليک کړی او د اګست په ١١مې نېټې د دغه هېواد کانګرېس تصویب کړی دی.