د امریکا د پوځي يرغل له امله افغانستان ډېر ځپل شوی
CMG2023/09/12 11:14:35
شريکول:

د افغانستان د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو پروفیسور جلال بازوان څو ورځې مخکې خبري رسنيو ته ويلي، چې امريکې پر افغانستان د تېر شل کلن پوځي یرغل په ترڅ کې نه يوازې دغه هېواد ته پراخ زيانونه اړولي، بلکې افغانان يې هم د پرمختګ له کرښې غورځولي او ګڼو ستونزو کې يې راګير کړي دي.

نوموړي ويلي، چې امريکا په افغانستان کې پوځي شتون درلود او هر وخت يې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوله، چې له امله یې د افغانستان کورني حالات بې ثباته او متزلزل وو او خلکو يې ځاني او مالي زيانونه ګالل.

شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې د امريکا د شل کلن پوځي حضور په درشل کې د ۳۰ زرو ملکي وګړو په شمول ۱۷۴ زره کسان وژل شوي او يو پر درېیمه برخه خلک یې کډوالۍ ته اړ شوي دي.

جلال بازوان ويلي، چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې ګڼ شمېر کلسټر بمونه کارولي او ځايي وګړیو ته يې ډېر ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.